هندي رسنۍ: له افغانستانه د واردېدونکو وچو میوو بیې لوړې شوي
په ډیلي کې د بادامو بیه هره کیلو له ۵۰۰ هندي روپیو زر هندي روپیو ته لوړه شوې ده.
د پېستې او انځرو بیه هم ختلې ده.
د نوي ډیلی د وچې مېوې پلورونکي وايي، هغه مېوې چې له افغانستانه دې ښار ته راوړل کېدې، بیه یې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې لوړه شوې ده، خو په دې منځ کې تر ټولو د بادامو بیه ډېره لوړه شوې ده.