ملي امنیت: کندهار کې نیول شوي کسان د خبریالۍ جامه کې طالبانو ته کار کاوه
په داسې حال کې چې په کندهار کې د څلور خبریالانو له نیول کېدو یوه اوونۍ تېرېږي د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، نیول شوي کسان خبریالان نه وو او د خبریالۍ په جامه کې یې د طالبانو په ګټه فعالیت کاوه. په دغه اعلامیه کې چې د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ خپره شوي راغلي، دې خبریالانو د زمري په ۳ مه نېټه په سپین بولدک کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب عمري په ګډون له یو شمېر طالب مشرانو سره د جنرال عبدالرازق په کور کې کتلي او مرکې یې ورسره کړي دي. Читать дальше...