د کریمې بلوچ "په جنازه کې د هغې د کلي له خلکو بغېر بل چا ته اجازه نه وه"
د بشري حقونو فعالې کريمې بلوچ مړی د بلوچستان په کيچ ضلعه کې د هغې په کلي، تومپ کې خاورو ته وسپارل شو. د جنورۍ په ۲۵مه شوې د هغې په جنازه کې يوازې د تومپ خلکو ته اجازه ورکړل شوې وه. ۳۷ کلنه کريمه بلوڅ د دیسمبر په ۲۰مه د کینېډا په ټورنټو کې لادرکه او يوه ورځ وروسته یې مړی وموندل شو. هغه هلته د سياسي پناه لپاره تللې وه. يو ځايي خبريال عتيق بلوچ د جنورۍ په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل امنيتي ځواکونو د بلوچستان د نورو سيمو خلکو ته اجازه ورنه کړه چې تومپ ته ورشي او کوم خلک چې جناز ته تللي وو، هغوی هم د امنيتي ځواکونو له خوا ژر خواره واره کړل شول. Читать дальше...