پکتیا کې د دوو تنو د وژلو په اړه د افغان حکومت او خلکو غبرګونونه
د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د غاړک د ځنډي خېلو کلي اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یوه لاریون په ترڅ کې چې دوه جسدونه یې هم له ځان سره انتقالول، د خوست او کابل لویه لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله. دوی ویل، یادو وژل شوېو کسانو هېڅ ګنا نه درلوده او افغان ځواکونو یې تېره شپه په کور عملیات کړي او وژلي یې دي. د لاریون یوه ګډونوال عبدالواحد ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو باید یاد کسان د وژلو پرځای عدلي او قضایي ادارو ته سپارلې وای او د دې پېښې لپاره انصاف غواړي. له بلې خوا... Читать дальше...