ارغندیوال: پر ما لګېدلي تورنه ټول بې اساسه دي
نوموړي په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل، د افغان جمهور رییس تر څنګ یو حلقه فعالیت لري چې هر کله یې ګټي په خطر کې شي دغه ډول دسیسې جوړوي.
هغه وايي، اوسنی حالت سم نه دی او په دې وضیعت کې کار کول ډېر سخت دی.
نوموړي زياته کړه: "زموږ خلکو ته هم دغه واقعیت معلوم دی چې یوې حلقې د جمهور رییس شاوخوا محاصره کړې او له بده مرغه رییس جمهور هم ډېری وخت له واقعیتونو نه خبرېږي، کله چې ددغې حلقې ګټې په خطر کې شي بیا په داسې کارونو لاس پورې کوي."
ولسمشرۍ مانۍ تر اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د مدیریتي ضعف، غیر قانوني مقرریانې او د غیر قانوني کړنو په تور له دې دندې لرې کړ.
عبدالهادي ارغندیوال څو مودې وړاندې د ولسي جرګې لخوا د باور رایو په اخیستو څخه وروسته د مالیې وزیر شوى و.