عربستان په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي
د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان وايي، تمه کېږي هېواد یې په راروانو ورځو کې په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي. په ۲۰۱۷م کال کې د سعودي عربستان تر څنګ متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر د ټروریزم د ملاتړ په تور له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې. قطر چې دغه ډول تورونه رد کړي- ویلي وو، دا اقدام یې د ملي حاکمیت د کمزوري کولو لپاره شوی دی. سعودي عربستان ۱۱ ورځې مخکې ویلي وو، د امریکا د متحدو ایالتونو په ملاتړ یې د عربي ټولنې د پیاوړتیا او د اختلافاتو د حل لپاره قطر ته یو هیئت لېږلی دی. Читать дальше...