په هرات کې د لسګونه صرافانو کاري اعتصاب
په هرات ولایت کې په لسګونو صرافانو د تښتونو د زیاتېدو په اعتراض کاري اعتصاب پیل کړ. د صرافانو ټولنې مشر بهاالدین رحیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دا اقدام یې د یوه صراف اسماعیل محمدي د اختطاف په عکس العمل کې وکړ. هغه زیاته کړه: "هم د دې قضیې په او هم د نورو اختطافونو په تړاو صرافاتو اعتصاب پیل کړی دی، نن کاري اعتصاب روان دی، مارکېټ تړلی دی، وبه ګورو چې څه کېږي." د هرات د صرافانو ټولنې مشر وايي، روان لمریز کال په دې ولایت کې د صرافانو د اختطاف ۷ پېښې ثبت شوې دي. د هرات ولایت چارواکو د اسماعیل محمدي... Читать дальше...