په موجوده حالاتو کې رضاکارانه هلې ځلې ډېر ارزښت لري: ځوانان
موږ په دې خپرونه کې له اروپا او پېښور مېشتو ځوانانو سره خبرې وکړو او هڅه مو کړې چې ترې معلومه کړو، د کورونا وبا په ورځو کې هلته او دلته رضاکار خوزښتونه څنګه روان دي؟
موږ په دې خپرونه کې له اروپا او پېښور مېشتو ځوانانو سره خبرې وکړو او هڅه مو کړې چې ترې معلومه کړو، د کورونا وبا په ورځو کې هلته او دلته رضاکار خوزښتونه څنګه روان دي؟
طالبان وایي، پرون او ننیې په هرات ولایت کې ۴۸ امنیتي سرتېري له بنده ازاد کړي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو تهیې جامې او د ټرانسپورت پیسې هم ورکړې دي. شاهین لیکلي، دوی د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر ته دوام ورکوي. افغان حکومت تر اوسه د طالبانو شااوخوا زر او طالبانو نږدې ۲۰۰ حکومتي زندانیان په بېلابېلو ولایتونو کې پرېښي دي.
د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره بلاروس وایي، د راتلونکې اګسټ میاشت په نهمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي. د دغو ټاکنو نېټه نن جمعه د بلاروس د پارلمان لهخوا تأیید شوه. له ۱۹۹۴ کال راهیسې الکساندر لوکاشینکا د بلاروس ولسمشر دی، هغه ویلي د شپږم ځل لپاره هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي. بلاروس په ۲۰۰۴ کال کې د یوې ټولپوښتنې له لارې د ولسمشرۍ دورې محدودیت لغوه کړ. تر اوسه معلومه نهده چې کوم کسان به سږنیو ټاکنو کې د لوکاشینکا سیالي وکړي. د دغه هېواد د اپوزېسیون مشر یوری ګبارویچ... Читать дальше...
د دې وزارت ویاند شمروز مسجدي د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، د دې پیسو یوه برخه به چې ۱۰۰ میلیونه ډالر دي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې افغانستان ته انتقال شي.
ټاکل شوې د جرمني د بوندیس لیګا فوټبال سیالۍ د مې میاشتې له ۱۶مې د نندارچیانو له حضور پرته پیل شي. د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې، دا په اروپا کې لومړنۍ ورزشي سیالۍ دي چې ترسره کېږي. دا اعلان پرون په یوه اعلامیه کې له هغه وروسته وشو چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دغه هېواد له ۱۶ والیانو سره وکتل. د جرمني بوندیس لیګا سیالۍ د بریتانیا له غوره لیګ او د اسپانیا له لالیګا سیالیو وروسته اروپا کې د فوټبال مهمې لوبې ګڼل کېږي. له دې سره داسې هیلې شته چې په ایټالیا، اسپانیا او بریتانیا کې به هم د فوټبال لیګونو پيل ته زمینه برابره شي.
ملګرو ملتونو ماشومانو اداره وايي میندې او نوي زیږیدليماشومان به له سختو پېښو، لاک ډاون، پر روغتیايي مرکزونو د فشار، د ماهرې طبي عملې او سهولتونو له کمي سره مخامخ وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیاله غوښتي چې په یمن کې د اوربند له تجربې په ګټې اخیستو، په افغانستان کې هم دې کار لپاره هڅه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه چې نن خپره شوه وایي، محمد حنیف اتمر او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دغهراز په دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د سعودي په همکاریو خبرې کړې دي. په دې ټیلیفوني خبرو کې فیصل بن فرحان ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې او همکارۍ دوام پیدا کړي. کله چې ملګرو ملتونو د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې د اوربند... Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست د امنیه قوماندان سید احمد بابازي وژنه غندلې او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي چې له افغان وژنې لاس واخلي. د ارګ په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله راغلي، هېوادوال د تحمیلي جګړې او د کرونا وبا په اړه اندیښمن دي او د ده په ټکو، هیله ده چې طالبان داسې شرایطو کې اوربند ومني. د خوست امنیه قوماندان له خپلو څو ملګرو سره تېره شپه د ماین په چاودنه کې ووژل شو. تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی اخیستی، خو د خوست والي دا د طالبانو کار بللی دی. څه موده... Читать дальше...
په افغانستان کې د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې کروندګرو د کوکنارو کښت له دې امله زيات کړی چې وايي، د اقتصاد متبادل نه لري او نه هم ورسره حکومت مرستې کوي. د يوې اندازې له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کر په نړۍ کې په غېرقانوني ډول د هيروين رسولو مهمه سرچينه ده.
د مې پر اتمه د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازي جنازه چې د جمعې په شپه په یاد ولایت په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، په پوځي چورلکه کې پلازمینې کابل ته انتقال شوه. له هغه بس به یې مړی به کونړ کې خپل پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شي. د نجیب الله الوخېل ویډیويي راپور.
د مې پر نهمه اروپايي هیوادونه په دویم جهاني جنګ کې د نازیانو پرضد د بریالیتوب ورځ لمانځي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۲۱۵ تازه پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن د یوه وېډیویي پيغام له لارې وویل چې دغه تازه پېښې د څه باندې ۷۰۰ مشکوکو پېښو د معاینې په پایله کې معلومې شوي. د ده په خبره، هرات، کابل، بلخ او کندهار هغه ولایتونه دي چې د تازه پېښو ډېره برخه پهکې ثبت شوې ده. له دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۳،۷۷۸ ته ورسېد. افغانستان کې کرونا ویروس تر اوسه ۱۰۹ تنه مړي کړي او ۴۷۲ تنه بېرته له دې ویروسه روغ شوي دي.
په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۵،۸۳۷ ته پورته شوې. دغه اعلان نن له هغه څو ساعته مخکې وشو چې ټاکل شوې اسلاماباد د دې وبا له کبله لګېدلي بندیزونه نرم کړي. چارواکو وویل، یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پاکستان کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۱۵۷۴ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. په سیمه کې له ایران وروسته پاکستان دوهم هېواد دی چې د کرونا ډېرې پېښې لري. پاکستان کې چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، کرونا ویروس تر اوسه ۵۹۴ کسان مړه کړي دي. د دغو پېښو له زیاتېدو سره سره صدراعظم عمران خان ویلي، سر له سبا شنبې به لګول... Читать дальше...
د هرات سیمهییز چارواکي وایي، طالبانو په ګلران ولسوالۍ کې هغه ۱۷ امنیتي سرتېري ورسپارلي چې څه موده وړاندې د هغوی لهخوا اسیر شوي وو. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته د اسیر شویو امنیتي سرتېرو د ورسپارلو خبره تأیید کړه، خو جزئیاتیې ورنهکړل. ښاغلی فرهاد زیاتوي: "د امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۷ کسان له څه مودې راهیسې له طالبانو سره په بند کې وو، پرون دغه کسان د هرات محلي چارواکو ته وسپارل شول، د هرات ولایت له دې هڅو هرکلی کوي او خوشې شوي کسان د هېواد اصلي اتلان بولي." خو د ګلران... Читать дальше...
تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله په اروپا کې تر یو لک او ۶۴ زره ډېر کسان وژل شوي دي، دا تلفات تقریباً هغومره دي چې ائتلافي ځواکونو د بریالیتوب په ورځ چې دوی ورته (ډي دې) وایي، د نورماندي پر ساحل برید وکړ.
ښاغلي خلیلزاد پرون پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۸» د هند بهرنیو چارو له وزیر اس جې شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره په نوې ډېلي کې وکتل.
په برتانیا کې څېړونکي هڅه کوي چې د کورونا ویروس د ناروغانو د پېژندلو لپاره سپي وروزي. دې ته ورته یوه بله پروژه په فرانسه کې هم روانه ده. په دې ویډيويي راپور کې وینئ چې د څېړنو نتيجه تر کومه ځایه رسېدلې او ایا د دې ناروغۍ په تشخیص کې له سپيانو ګټه اخیستل کېدای شي؟
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان اعلان کړی دی چې په ملک کې به له سبا څخه ټولبند یا لاک ډاون په پړاونو کې ختم کړل شي.
په مطلب کې راغلي، دا مهال نږدې ۱۰ زره امریکایي عسکر افغانستان کې پاتې دي او د جون تر میاشتې به دا شمېر هم ۸۶۰۰ ته راټیټ شي.
نن سهار د ایران پلازمېنه تهران کې د یوې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي. دا زلزله د ریښتر په کچه ۵،۱ یو بلل شوې ده. ویل کېږي د زلزلې ټکانونو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وېرولي او د دې زلزلې وروسته د نورو ټکانونو له وېرې له کورونو د تهران کوڅو ته وتلي دي. د تهران پوهنتون د جیوفزیک د مرکز په حواله زلزله په ځایي وخت تېره شپه له نیمې شپې لږ وروسته د دماوند ښار ته نږدې اووه کیلومتره ژوره رامنځته شوې ده. دا ښار د تهران په ختیځ کې ۷۰ کیلومتره لیرې پروت دی. د ایرنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو روسیه تورنه کړې چې په جنګځپلي لیبیا کې وضیعت نور هم بدتره کوي. د امریکا متحده ایالات وايي، روسیه دا کار د سوریايي اجیرانو په تمویل کوي، څو په لیبیا کې د پلازمېنې طرابلس په نیولو کې د جنګسالار خلیفه حفتر ملاتړ وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو په دې اړه یوه ورځ وروسته له هغې څرګندونې کړي چې د مې په ۷مه ملګرو ملتونو په یو راپور کې تأیید کړه او ویېویل، د "وګنر ګروپ" (Vagner Group) په نوم د روسیې د پوځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې قراردادیان د خلیفه حفتر له ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګ کوي. Читать дальше...
د خوست سیمهییز چارواکي وایي چې د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی هغه مهال چې د دې ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځینيخېلو سیمې ته د عملیاتو لپاره روان و، د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی. د خوست والي محمد حلیم فدايي نن ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسلهوالو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د خواجه رحیم سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، د امنیه قوماندان په مشرۍ امنیتي کسانيې ملاتړ ته ور روان وو چې په سیمه کې ورباندې په سړک کې ایښودل شوی ماین چاودلی دی. د خوست د والي له دفتره... Читать дальше...
په روسیه کې یوې محکمې د امریکايي پانګهوال مایکل کالوي او د هغه د فرانسوي شریک فیلیپ دیلپال د نظربندۍ موده د اګسټ تر ۱۳مې نېټې پورې اوږده کړې ده. د مسکو ښاري محکمې دا حکم پرون د مې په اوومه شپږ ورځې مخکې له دې چې د دواړو تورنو د کور د نظربندۍ موده پای ته ورسېږي اعلان کړ. دې محکمې له دې یوه ورځ مخکې د مسکو د یوې بلې محکمې پر وړاندې چې په مسکو کې د کالوي د جایدادونو د مصادرې او د نوموړي د بانکي حسابونو د کنګل کولو حکمیې کړی و، د کالوي د استېناف غوښتنه رد کړه. کالوي او په روسیه کې د دېره بارینګ... Читать дальше...
د امریکا عدلیې وزارت له محکمې غوښتي دي د ملي امنیت پر پخواني سلاکار مایکل فلین لګول شوي جنايي تورونه لیرې کړي. فلین لومړی کس دی چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کمپاین او روسیې ترمنځ د احتمالي همکارۍ په برخه کې د تحقیقاتو له قضیې څخه وځي. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د عدلیې وزارت په هغو اسنادو کې چې پرون په محکمه کې ثبت شول ویلي چې د ټولو حقایقو او شرایطو له څېړنې وروسته د فلین د دوسیې د بندولو پرېکړه شوې ده. فلین د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ کې له... Читать дальше...
پاکستاني چارواکي وايي، دوه سرتېري د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې په یوه راکټي برید کې وژل شوي دي. امنیتي چارواکو ازادي راډیو ته وویل نامعلومو برید کوونکو پرون پنجشنبه میرعلي سیمې ته نږدې پر یوه امنیتي پوسته دوه توغندي وویشتل. د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی. په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو حملې، په وروستیو څو اوونیو کې زیاتې شوي. په دې سیمه کې له کلونو راهیسې د القاعده شبکې، حقاني ډلې او پاکستاني طالبانو وسلهوال فعال دي. د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په دې سیمه کې عملیات پیل... Читать дальше...
123ru.net — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 123ru.net.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
123ru.net — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.