شمالي وزیرستان کې راکټي برید ۲ پاکستاني سرتېري وژلي
امنیتي چارواکو ازادي راډیو ته وویل نامعلومو برید کوونکو پرون پنجشنبه میرعلي سیمې ته نږدې پر یوه امنیتي پوسته دوه توغندي وویشتل. د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.
په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو حملې، په وروستیو څو اوونیو کې زیاتې شوي. په دې سیمه کې له کلونو راهیسې د القاعده شبکې، حقاني ډلې او پاکستاني طالبانو وسلهوال فعال دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په دې سیمه کې عملیات پیل کړل، خو د وسلهوالو فعالیتونه لاهم هلته دوام لري.