ټرمپ وایي، د خاشقجي په اړه د سعودي معلوماتو نهدی قانع کړی
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، لاهم هغو توضیحاتو نهدی قانع کړی چې د ژورنالېست جمال خاشقجي د وژل کېدو د قضیې په اړهیې له سعودي چارواکو څخه اورېدلي دي، خو ښاغلي ټرمپ په عین حال کې ویلي دي چې نهغواړي د سعودي عربستان پانګونې له لاسه ورکړي. ٥٩ کلن خاشجقي د اکټوبر په ۲مه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته لادرکه شو، خو ریاض د شنبې په ورځ تأييد کړه چې نوموړی دننه قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې په نتيجه کې وژل شوى دى. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو... Читать дальше...