د روسيې يوې خپلواکې ورځپاڼې وایي پريګوژين په ګڼو حملو کې دخيل دى
د روسيې يوې خپلواکې ورځپاڼې د روسيې د يوه وتلي تجار يوګيني پريګوژين د يوه امنيتي همکار په حواله راپور ورکړى، چې وايي پريګوژين د خپلو مخالفانو په وړاندې په ګڼو حملو کې دخيل دى. د هغه په خبره دغه تجار لږ تر لږه په يوه وژنه کې هم لاس لري. پريګوژين چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په ”سراشپز“ مشهور دى، امريکايي څېړونکو يې يادونه کړې، چې د امريکا د ٢٠١٦م کال په انتخاباتو کې يې د لاسوهنې هڅه کړې ده. دى په دې هم تورن دى، چې د اوکراين په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو د روسيې په ملاتړ کې کليدي رول لري. Читать дальше...