روسيې دځينو اوکراييني شرکتونو په وړاندې اقتصادي اقدامات کوي
د روسيې ولسمشر ولاديمر پوتين يو فرمان لاسليک کړ، چې پر اساس يې د ځينو اوکراييني شرکتونو او اتباعو په وړاندې ځانګړي اقتصادي اقدامات کېږي.
د فرمان له مخې دغه اقدامات د روسي اتباعو او کمپنيو په وړاندې د اوکراين د ”غيردوستانه کړنو“ په ځواب کې کېږي.
دغه فرمان چې لاسليک شوى او د کرملين په ويبسايټ کې خپور شوى، پوتين حکومت ته سپارښتنه کړې، د اوکراين د هغو شرکتونو او اشخاصو يو ليست برابر کړي، چې اقتصادي بنديزونه ورباندې ولګول شي.
په فرمان کې حکومت ته امر شوى چې دغه بنديزونه مشخص کړي او په کې ويل شوي چې په هغه صورت کې لغوه کېداى شي که اوکراين خپل هغه محدوديتونه چې پر روسي اتباعو او کمپنيو يې لګولي، ليرې کړي.
د امريکا د متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې په څېر کييف هم پر روسي سوداګرو، کمپنيو او نورو اشخاصو بنديزونه لګولي دي.
دغه بنديزونه په ٢٠١٤م کال کې د اوکراين د کريميا ټاپووزمې د الحاق او د اوکراين په ختيځ کې د وسلوالو بېلتونپالو د ملاتړ له کبله پر مسکو لګول شوي دي.