موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په جرم ۱۳ کسان محکوم شول
د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ او استېناف محکمو (۱۳) کسان په جزا محکوم کړل. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا (۱۳) کسان چې یوه یې ښځه وه، د نشه يي موادو د قاچاق د لسو قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د ابتدائيه او استېناف محکمو له خوا له پنځو څخه تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شول. د یادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاق (۲۳) تورن کسان دې مرکز ته معرفي شوي دي. له نیول شویو کسانو سره (۴۸) کیلو ګرامه هیروئین،... Читать дальше...