اردوغان: سې شنبه به د خاشقجي د وژلو په اړه ټول حقایق په ډاګه شي
د امریکا او ترکيې ولسمشرانو پرون په یوه ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقچي د وژل کېدو په اړه باید پوره سپیناوی ورکړل شي. د ترکيې انادولو خبري اژانس ویلي دي چې ډونالډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان سلا کړې ده چې د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې ټول اړخونه باید روښانه شي. ولسمشر اردوغان تردې مخکې وویل، چې سې شنبه به د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه ټول حقایق په ډاګه کړي. سعودي د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره تأیید کړه چې خاشقجي په استانبول کې د دې هېواد په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی. Читать дальше...