اردوغان: سې شنبه به د خاشقجي د وژلو په اړه ټول حقایق په ډاګه شي
د امریکا او ترکيې ولسمشرانو پرون په یوه ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې په استانبول کې د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې د سعودي خبریال جمال خاشقچي د وژل کېدو په اړه باید پوره سپیناوی ورکړل شي.
د ترکيې انادولو خبري اژانس ویلي دي چې ډونالډ ټرمپ او رجب طیب اردوغان سلا کړې ده چې د خاشقجي د وژل کېدو د قضيې ټول اړخونه باید روښانه شي.
ولسمشر اردوغان تردې مخکې وویل، چې سې شنبه به د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه ټول حقایق په ډاګه کړي.
سعودي د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره تأیید کړه چې خاشقجي په استانبول کې د دې هېواد په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی.
د سعودي حکومت ویلي، ۶۰ کلن خاشقجي په کنسولګرۍ کې د یوې فزیکې شخړې په نتیجه کې وژل شوی هغه څه چې نړیوالې ټولنې يې په اړه شک او تردید څرګند کړی دی.
ترکيي او امریکايي مقاماتو چې نومونه يې نهدي یاد شوي ویلي چې خاشقجي کنسولګرۍ ته تر داخلېدو وروسته د سعودي چارواکو د یوې ډلې لهخوا شکنجه او وژل شوی دی.
په همدې حال کې جرمني، فرانسې او بریتانيې پرون په یوه ګډ بیان کې د سعودي په کنسولګرۍ کې د خبریال خاشقجي وژنه غندلې ده او ویلي دي چې د دې قضيي په اړه باید هغه څه چې دقیق دي، ښکاره شي.