د روسيې يوې خپلواکې ورځپاڼې وایي پريګوژين په ګڼو حملو کې دخيل دى
د هغه په خبره دغه تجار لږ تر لږه په يوه وژنه کې هم لاس لري.
پريګوژين چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په ”سراشپز“ مشهور دى، امريکايي څېړونکو يې يادونه کړې، چې د امريکا د ٢٠١٦م کال په انتخاباتو کې يې د لاسوهنې هڅه کړې ده.
دى په دې هم تورن دى، چې د اوکراين په ختيځ کې له روس پلوه بېلتون غوښتونکو د روسيې په ملاتړ کې کليدي رول لري.
پر پريګوژين دغه تورونه د نووايا ګزيت ورځپاڼې د خبريال دانيس کوروتکوف په مقاله کې چې پرون خپره شوې لګول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر يوې اوونۍ کمه موده کېږي د دغه خبريال کور ته اخطاريه ليک لېږل شوى او دى په کې خپل هېواد ته په خيانت تورن شوى دى.