اردوغان په سراییو کې په یوه انتخاباتي کمپاین کې ګډون کوي
ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سراییو کې د انتخاباتي کمپاین په یوه لاریون کې چې هدف یې په بهر کې مېشت ترکان دي ګډون وکړي. له دې مخکې د اروپایي ټولنې یوشمېر غړیو په خپلو هېوادونو کې هغه ته د ورته غونډو جوړولو اجازه نه وه ورکړې. په سراییو کې نننی لاریون په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د جون پر ۲۴ د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات ترسره شي. د اروپایي ټولنې او د ترکيې ترمنځ تېر کال کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې ډېرو هېوادونو د ترکیې حکومت ته اجازه ورنه کړه چې د ټولپوښتنې یا ریفرانډم لپاره د دوی په خاورو کې لاریونه تنظیم کړي. Читать дальше...