د روسیې پولیسو پر یوې کلیسا څلور حمله کوونکي وسله وال ووژل
د روسیې پولیسو څلور وسله وال سړي چې پر یوه کلیسا یې حمله کړې وه، ووژل.
ویل کېږي چې دې کسانو د روسیې په چېچن جمهوریت کې چې اکثر خلک یې مسلمانان دي، د ارتدکس مسیحیانو پر یوه کلیسا حمله کړې وه.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې پرون شنبه په پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه تنه زخمیان دي.
په حمله کې یو ملکي وګړی چې کلیسا ته د عبادت لپاره تللی و، وژل شوی او یو بل زخمي دی.
د روسیې پولیسو ویلي چې له حمله کوونکو سره چړې او وسلې وې.