اردوغان په سراییو کې په یوه انتخاباتي کمپاین کې ګډون کوي
ټاکل شوې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سراییو کې د انتخاباتي کمپاین په یوه لاریون کې چې هدف یې په بهر کې مېشت ترکان دي ګډون وکړي.
له دې مخکې د اروپایي ټولنې یوشمېر غړیو په خپلو هېوادونو کې هغه ته د ورته غونډو جوړولو اجازه نه وه ورکړې.
په سراییو کې نننی لاریون په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د جون پر ۲۴ د ولسمشرۍ او پارلماني انتخابات ترسره شي.
د اروپایي ټولنې او د ترکيې ترمنځ تېر کال کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې ډېرو هېوادونو د ترکیې حکومت ته اجازه ورنه کړه چې د ټولپوښتنې یا ریفرانډم لپاره د دوی په خاورو کې لاریونه تنظیم کړي.
د هغه ریفرانډم لپاره چې د اردوغان په ګټه د ولسمشر صلاحیتونه یې ډېر زیات کړل.
د بوسنیا د رسنیو د راپورونو له مخې تمه کېږي چې شاوخوا شل زره کسان به د سراییو د زیترا په سټیډیوم کې په دغه لویه غونډه چې د اردوغان او د ترکیې د لومړي ولسمشر مصطفي اتاترک لوی عکسونه ایښودل شوي، ګډون وکړي.
په اروپایي هېوادونو کې مېشت شااوخوا درې میلیون ترکان چې ډېره برخه یعنې یومیلیون څلورلکه یې یوازې په جرمني کې اوسي، د ترکیې په انتخاباتو کې د رایې ورکولو مستحق دي.
اتریش او هالند تېره میاشت اعلان وکړ چې هېڅ یوه ترک سیاستوال ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی په خاوره کې د جون د میاشتې د انتخاباتو لپاره کمپاین وکړي.
خو سراییو له انقرې سره نېږدې اړیکې لري.