سعودي د سپاه پاسداران ځواک په اړه د امریکا له پرېکړې هرکلی وکړ
سعودي عربستان په ترورېستي سازمانونو کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون له سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې سپاه پاسداران انقلاب ځواک چې نوموړي په نړۍ کې د ایران د ترورېستي ډلو ملاتړی او د ترورېزم وسیله وبلله، د نړیوالو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړ.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا دا پرېکړه د ترورېزم خلاف مبارزه کې یو جدي اقدام دی.
سعودي په سیمه کې د ایران تر ټولو ستر سیال هېواد دی او دواړه د سوريې او یمن د جګړو په ګډون په سیمهییزو سخړو کې د یو بل ضد دریځونه لري.
ایران د امریکا د دې اعلان په عکسالعمل کې بیا په منځني ختیځ کې مېشت امریکايي ځواکونه د هغو ډلو په لېست کې داخل کړي چې تهرانيې ترورېستي ځواکونه بولي.