د تاجکستان یو کمېسیون پریکړه کوي چې چېرې نوي جوماتونه جوړ یا پرانېزي
د تاجکستان د دیني چارو د دولتي کمېټې رئیس سلیمان دولتزاده د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کمېسیون به د خپلو څېړنو نتایج حکومت ته وړاندې کړي او بیا د تاجکستان حکومت پریکړه کوي چې چېرې نوي جوماتونه جوړ یا پرانېزي.
د تاجکستان د دیني چارو کمېټه وايي، د دې هېواد حکومت په وروستیو میاشتو کې په ټول تاجکستان کې لسګونه جوماتونه بېرته پرانېستې دي.
لس کاله مخکې د تاجکستان حکومت د یو کمپاین په ترڅ کې پهدې هېواد کې لسګونه جوماتونه تړلي وو.
د تاجکستان د حکومت پر دې اقدام د بشري حقونو ډلو او د تاجکستان ډېرو خلکو انتقادونه کړي وو.