د ۳ ولایتونو او هندوانو په اړه څېړنې انتخاباتو کمېسیون ته سپارل کېږي
د دې کمېسیون ویاند علي رضا روحاني پرون چهارشنبه وویل:
"په هغو ولایتونو کې چې انشاءالله نتایج بهیې نن نهايي شي او سبا به د انتخاباتو خپلواک کميسیون ته واستول شي، غور، بادغیس او لوګر شامل دي. همدارنګه د هندوانو انتخاباتي حوزه هم پهکې ده."
د ښاغلي روحاني په وینا تر اوسه پورې یې د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او نتایجیې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته استولي دي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د چارواکو په وینا د کابل په شمول د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ابتدايي نتایجو د شکایتونو په اړهیې څېړنې دوام لري.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا د شکایتونو پر کمېسون ټینګار کړی چې ژر تر ژره دې د پاتې ولایتونو په اړه هم څېړنې بشپړې کړي او نتایج دې ورسره شریک کړي.