د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د لوړپوړ طالب چارواکو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې نوې زیاتوونې غیر عادلانه او د افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کول بللي.
هغه د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او تلویزیون ته ویلي چې بندیزونه له پیل څخه بې اغیزې وو.
مجاهد ټینګار وکړ چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره تفاهم غواړي او تمه لري چې ملګري ملتونه د سیاسي فشار پرځای د افغانستان او نړۍ د نږدې کولو لپاره کار وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د څلورو لوړ پوړو طالب چارواکو په اړه د بندیزونو لیست تازه کړ. په دې اقدام کې محمد حسن اخوند، عبدالغني برادر، امیر خان متقي او هدایت الله بدري شامل دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دا بدلونونه نوي بندیزونه نه دي، بلکې د دې اشخاصو د هویتي معلوماتو د بشپړولو او کره والي لپاره د ۱۹۸۸ پریکړه لیک په چوکاټ کې شوي دي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال کې په ۱۹۸۸ پرېکړه لیک سره د طالبانو په لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د کنګلولو، سفري بندیزونو او د وسلو د ګرځولو ممانعت لګولی.