افغان ډرامه لیکونکی او ممثل شریف مسرور د کابل د یو واټ غاړې ته شین چای پلوري
د افغان لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو په ناسم اقتصادي وضعیت ډېر ځله راپورونه شوي دي، چا له تنګ لاسۍ خپل کتابونه پلورلي، څوک د ناروغۍ په بستر کې یوه نسخه درملو ته اړ و او چا هم په کډوالۍ کې خپلو ستونزو ته ژړلي دي.
افغان ډرامه لیکونکی او ممثل شریف مسرور کابل کې شین چای پلوري.