پاکستاني پولیسو تېر یوه اوونۍ ۲۰۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي یې دي
ملګري ملتونه وايي په تېره یوه اونۍ کې پاکستان له ۲ زره ډېر افغانان نیولي او بندیان کړي دي.لا هم له پاکستانه د افغانانو د ډله ییزې جبري ستنونې لړۍ په شدت روانه ده.ملګرو ملتونو ویلي د اپریل له ۲۶مې د مۍ تر ۲ مې نږدې ۴۰ زره افغانان د تورخم، غلام خان، چمن، بادینې او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.