بهرنۍ سیلانۍ د طالبانو له هرکلي سره مخ دي؛افغان ښځې بیا کورونو کې ایسارې
بهرنۍ سیلانیانې په اسانۍ افغانستان ته سفر کوي.له دې ډلې اندریا مېن چې د فلیپین اوسیدونکې او سیلانۍ ده په وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی وو او وايي په یوه ورځ کې یې د افغانستان ویزه واخیسته او په اسانۍ یې سفر وکړ.اندریا ټینګار لري چې د افغان ښځو د درد او کړاو کیسې یې واورېدې خو تر څنګ یې د هغوی مبارزه هم وستایله.اخوا بیا په طالبانو نیوکې دي چې د بهرنیو ښځینه سیلانیانو هرکلی کوي او اسانتیاوې ورته برابروي خو افغان مېرمنې او نجونې یې په کورونو کې ایسارې کړي. صفي الله ستانکزی په دې موضوع راپور لري.