د سېلونو دوام، دا ځل یې شمال ختیځو ولایتونو کې د سر او مال زیان پیښ کړی
په تخار او بدخشان کې سیلونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په بهارک او اورګو ولسوالیو کې د سیلونو له امله دوه تنه مړه شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.