په لبنان کې د جګړې د ختمیدو لپاره نن په واشنګتن کې غونډه جوړیږي
ټاکل شوې ده چې د لبنان او اسراییل استازي نن په واشنګتن کې سره وګوري.دوی به د امریکا په منځګړیتوب په لبنان کې د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو وغږیږي.د حزب اله مشر نعیم قاسم د دې خبرو تر پیلیدو مخکې د هغو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده او دا خبرې یې بې ګټې بللې دي. نعیم قاسم زیاته کړه چې داسې پریکړې په لبنان کې کورنۍ اجماع ته ضرورت لري.حزب اله په لبنان کې د ایران نیابتي ډله له اسراییل سره جګړه کوي او دا ډله د امریکا له لورې د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.د لبنان صدراعظم نواف سلام روانه اونۍ وویل چې د حزب اله د فشار له امله یې د امریکا سفر ځنډولی دی.د لبنان لومړي وزیر نواف سلام د مارچ په ۱۲مه اعلان وکړ چې هغه د حزب الله د فشار له امله امریکا ته خپل سفر لغوه کړی دی.په ننۍ غونډه کې به په واشنګتن کې د لبنان او اسراییل سفیران سره خبرې وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د دې خبرو منځګړیتوب وکړي.