میدان وردګ او زابل ولایتونو کې په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو تطبیق
افغانستان کې د طالبانو د حکومت ستره محکمه په میدان وردګ او زابل ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د تطبیق خبر ورکوي.
د میدان وردګ په سیداباد ولسوالۍ کې د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د زنا او لواطت په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.
یاد کسان د ابتدائیه محکمې لخوا هریو په دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو او دغه سزا د سترې محکمې له تائيد وروسته تطبيق شوې.
په زابل ولایت کې هم د سترې محکمې د خبرپاڼې په اساس، د شاه جوی ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پریکړې له مخې یو کس ته چې په غلا متهم وو په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
یاد کس په درې کاله تنفیذی حبس او ۳۹ درو محکوم شوی وو.
د بشري حقونو مدافع ډلې د طالبانو د حکومت لخوا په عام محضر کې د بدني سزاګانو تطبیق د انساني کرامت خلاف او له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي خو طالبان وايی دا کار د شریعت له احکامو سره سم کوي.