۱۹۲ نور افغان پناه غوښتونکي له اماراتو څخه کاناډا ته رسېدلي
![۱۹۲ نور افغان پناه غوښتونکي له اماراتو څخه کاناډا ته رسېدلي](https://gdb.rferl.org/0cdfadf4-ae6d-4564-bd19-34e9792caa9b_w800_h450.jpg)
د کاناډا د کډوالو وزیر وايي، پرون له متحده عربي امارات څخه په یوه چارټر پرواز کې ۱۹۲ تنه افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي.
شان فریزر په یو ټویټ کې کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال په پروسه کې د متحده عربي اماراتو له مرستې مننه کړې.
د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې تر اوسه څه باندې دېرش زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي، چې د روان کال تر پای به دا شمېر څلوېښت زره ته ورسېږي.