۱۹۲ نور افغان پناه غوښتونکي له اماراتو څخه کاناډا ته رسېدلي
د کاناډا د کډوالو وزیر وايي، پرون له متحده عربي امارات څخه په یوه چارټر پرواز کې ۱۹۲ تنه افغانان دې هېواد ته رسېدلي دي. شان فریزر په یو ټویټ کې کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال په پروسه کې د متحده عربي اماراتو له مرستې مننه کړې. د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې تر اوسه څه باندې دېرش زره افغانان کاناډا ته انتقال شوي، چې د روان کال تر پای به دا شمېر څلوېښت زره ته ورسېږي.