لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي
![لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي](https://gdb.rferl.org/08550000-0a00-0242-6c77-08daf885770a_tv_w800_h450.jpg)
لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې. هغه د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې په ډزو ووژل شو. هغه د عوامي نېشنل ګوند يو مهم مشر پاتې شو او په دې وروستيو کې یې د ملي جمهوري غورځنګ په بنسټ ايښودو کې مرکزي کردار دلود. د دې تر څنګ نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړيو مقدمې هم کړې او ځيني یې له زندانونو خوشې کړي دي. د نوموړي په جنازه کې ګډون کوونکو د نوموړي وژنه، د مظلومو خلک لپاره د غږ بندیدلي بللي دي.
اپرېدي په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.
په دې غږيزه ويډيو کې د عبدالطیف افريدي سره په جمهوري غږونه خپرونه کې شوې خبرې اورئ. دا پروګرام په ۲۰۱۹ کال کې عبدالحی کاکړ جوړ کړی وو چې اوس یې د اپرېدي د مړینې په مناسبت درته خپروو.