د روغتيا نړيوال سازمان: نيم ميليون افغانان له روغتيايي خدماتو بېبرخې شوي دي
د روغتیا نړيوال سازمان ویلي، د تېر میلادي کال د ډېسمبر په ۲۸مه د دې سازمان د ارزونو پر بنسټ په نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز لګولو سره د ۲۲۶ ګرځنده ټیمونو په ګډون ۲۸۸ روغتیايي مرکزونو خپل فعالېتونه په افغانستان کې درولي یا یې کم کړي دي.