ایران اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور ۳ کسان نیولي
د جرمني ډي.پې.اې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه مشکوک کسان د ایران په جنوب ختیځ ښار زاهدان کې نیول شوي دي.
ویل شوي چې دغو کسانو موساد ته پټ اسناد ورکول.
د دغو دریو تنو هویت تر اوسه رسنیو ته نه دی ښکاره شوی.
اسرایيل د ایران له اسلامي انقلاب را وروسته ۴۳ کلونو کې د ایران سر سخته دښمن ګڼل کېږي.