د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله سبا افریقا سره سیالي کوي
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه لوبه به د افغانستان په وخت سبا د جمعې په ورځ ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.
هېره دې نهوي چې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې جمعې ورځ د سویلي افریقا په کوربهتوب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پيلېږي او د فبرورۍ میاشتې تر نهمې نېټې پورې دوام کوي.
افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په څلورم ګروپ کې د کوربه هېواد سویلي افریقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره یوځای ده.