د بدخشان مرستیال والي: د نسی ولسوالۍ ډېره برخه طالبانو نیولې
د بدخشان مرستیال والي عبدالغفار ګردش د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، دولت یوازې د نسی پر مرکز کنټرول لري او د ولسوالۍ ۸۰ سلنه د طالبانو په لاس کې ده.
د ښاغلي ګردش په خبره، د تاجکستان سرحدي ځواکونه په دوه-درې کیلومترۍ کې لیدلی شي چې طالبان په سیمه کې ګرځي راګرځي.
ګردش دغهراز ویلي چې تر اوسه بهرني وسلهوال نسی کې نهدي لیدل شوي او ټول داخلي طالبان دي، خو که د سیمې د تصفیې لپاره عملیات ونهشي، د دې خطر شته چې بهرني وسلهوال هم په سیمه کې نفوذ وکړي.
د بدخشان مرستیال والي د تاجکستان تر پولې د طالبانو د رسېدو خبره داسې مهال کوي چې پرون د تاجکستان چارواکو د دغه هېواد پر یوې امنیتي پوستې د حملې مسئول داعش ډلې پورې تړلي هغه وسلهوال یاد کړل چې په وینا یې په دې وروستیو کې د کندز له قلعه زال ولسوالۍ ورغلي و.