ګرجستان د افغانستان په سوله کې د امریکا د ونډې هرکلی وکړ
ايراکلي ګاريباشويلي دا څرګندونې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کړې دي.
د ګرجستان دفاع وزارت پرون سې شنبه (نومبر ۵مه) خبر ورکړى چې ګاريباشويلي ويلي، ګرجستان به د نړيوالې سولې او ثبات ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ګرجستان دفاع وزير په افغانستان کې له دېره ګرجستاني سرتېرو سره هم کتلي دي.
د ګرجستان پوځيان چې ماموريت يې تر ډېره پر امن او د چټک غبرګون پر هڅو متمرکز دى، د کابل په شمال، بګرام هوايي اډه او د مزار شريف په مارمُل پوځي کمپ کې دېره دي.
ګرجستان چې د ناټو پوځي تړون همکار هېواد بلل کېږي، په افغانستان کې يې دا مهال د پوځيانو شمېر ٨٧١ تنو ته رسېږي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي ماموريت پر مهال تر اوسه د ګرجستان ٣٢ پوځيان وژل شوي دي.