د پاکستان صدراعظم چین ته په سفر تللی
د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (سپټمبر ۸مه) د یوه جګپوړي سیاسي و پوځي پلاوي په ملتیا له چینايي چارواکیو سره پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره ددغه هېواد پلازمېنې بیجنګ ته تللی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عمران خان دا سفر د چینايي چارواکو په بلنه ترسره کوي.
خبر پاڼه چین ته د عمران خان سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ستراتیژیکیو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مهم بولي. د صدراعظم په توګه د عمران خان تر ټاکل کېدو وروسته دا چین ته د نوموړي درېیم سفر دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې عمران خان به چینايي چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې یو لړ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.
عمران خان دا سفر په داسې مهال کوي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د ځانګړو اختیاراتو د ختمولو له امله د پاکستان او هندوستان اړیکي تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر عمران خان وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه هم د دوشنبې په ورځ چین ته تللی دی.