سټولټنبرګ: د ناټو غړي او شریکان د افغانستان ملاتړ ته متعهد دي
سټولټنبرګ پرون د سپټمبر په دیارلسمه پر ټوېټر ولیکل: د ناټو غړي او شریکان د روزنې د پروګرامونو او مالي مرستې له اړخه د افغانستان ملاتړ ته متعهد دي، څو سولې ته شرایط برابر شي.
سټولټنبرګ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د ولسمشر اشرف غني له لوري هم د دې خبرو جزیات نه دي څرګند شوي.