ناټو په افغانستان کې د دوو وژل شويو بهرنيو پوځيانو هويت په ډاګه کړ
دغه ماموريت دغه وژل شوي پوځيان د امريکا د پوځ د ځانګړو عملياتو د قوماندانۍ غړي بللي دي.
پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، د لویس ډیلیون فیګيروا او خوزه جې ګونځالیز په نوم دا دوه امریکايي پوځيان تېره چهارشنبه په فاریاب ولایت کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوي دي.
په افغانستان کې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې تر ٢٤٠٠ زیات امریکايي پوځيان مړه شوي دي.
په دې هېواد کې امریکايي سرتېرو ته وروستي تلفات په داسې حال کې اوړي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هیئت په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې پر یوه احتمالي توافق د سلا کېدو لپاره نهم پړاو خبرې پیل کړي دي.