چارواکي: د کانونو اېستلو لپاره له کمپینو سره به پایلې ته ورسېږو
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د کانونو د اېستلو لپاره له کمپینو سره د مذاکراتو مرحلې ته رسېدلي او ډېر ژر به یوې نتیجې ته ورسېږي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدې سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینې برابرې شي: "موږ د داوطلبۍ له مرحلې مذاکراتو مرحلې ته رسېدلې یو او ډېر ژر به دغه داوطلبو کسانو سره نتیجې ته ورسېږو، پهدې کې کورني او بهرني شرکتونه موجود دي."
نوموړي وویل، دغه کانونه په پروان، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې دي.