سروې: له ۲۰۱۲ د ۲۰۱۸ کال تر پایه ۳نیم میلیونه افغانان بېځایه شوي
د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري دغه څرګندونې پرون له ازادي راډیو سره د هغې سروې په اړه وکړې چې د مهاجرت د نړیوال سازمان IOM له خوا شوې او نتیجه یې په دې وروستیو کې خپره شوې ده.
ښاغلی انصاري وایي، دغه سروې له دوی سره مرسته کوي چې بېځایه شویو کډوالو ته مرستې په سمه توګه ورسوي.
که څه هم انصاري ونه ویل چې تراوسه یې له بېځایه شویو سره څه ډول مرستې کړې، خو په هېواد کې دننه د مختلفو سیمو بېځایه شویو له ازادي راډیو سره په خبرو کې تل پر حکومت دوی ته د نه پاملرنې په خاطر انتقاد کړی دی.
د دې وزارت په وینا، په افغانستان کې د بېځایه شویو او هغو کسانو شمېر چې په وروستیو کلونو کې له نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، اووه میلیونو تنو ته رسېږي.