د ایران سپاه پاسدران: د امریکا بې پېلوټه هُرموزګان کې نسکوره شوې
د ایران «سپاه» خبري وېبپاڼې چې له سپاه پاسدران انقلاب ځواک سره تړلې ده نن پنجشنبې ویلي:"دا الوتکه چې کله د ایران فضايي حریم ته ننوته د کوه مبارک سیمه کې وویشتل شوه او نسکوره شوه."
کوه مبارک د تهران په جنوب ختیځ کې ۱۲۰۰ کیلومتره لېرې د هُرموز تنګي ته نژدې پروت دی.
د ایران دولت خبري اژانس ایرنا، نسکوره شوې بې پیلوټه الوتکه ګلوبل هاوک «RQ-4» بللې ده.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بېل اوربن، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، د ایران په فضا کې د دوی کومه الوتکه نهوه موجوده.
دا راپورونه پهداسې حال کې خپریږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستیو کې اړیکې ترینګلې دي او په سیمه کې یې د دواړو لورو ترمنځ د یو وسلهوال کړکېچ اندېښنې زیاتې کړي.