چارواکي: د فراه ولایت امنیتي کمربند پراخېږي
په دې پلاوي کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او یو شمېر نور چارواکي شامل وو.
د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوړپوړی پلاوی د دوشنبې په ورځ د فراه د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف هغه ولایت ته ورغلی و.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه.
"دوی ژمنې وکړې چې ژر تر ژره به د فراه کمربندي امنیتي پوستې مخکې وړي او ساحه به یې پراخوي، دغه راز سکاټ مېلر هم وویل چې موږ په فراه کې خپل عملیات پیلوو."
فراه د افغانستان له لوېدیځو ولایتونو دی چې له ایران سره ګډه پوله لري.
د فراه د چارواکو په خبره، د دې ولایت له لسو ولسوالیو په خاک سفېد او پشت رود ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه تر نورو ډېر دي.
اوس مهال د فراه امنیتي کمربند د درېیو کیلومترو په شااوخوا کې دی او وخت ناوخته وسله وال طالبان د دغه ښار پر ځینو څنډو باندې بریدونه کوي.
د چارواکو په خبره، په تېرو درېیو ورځو کې د فراه ښار دری کمربندي پوستې د طالبانو د بریدونو په نتیجه کې سقوط شوې دي.