ايټاليا کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ چپه کېدو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي
![ايټاليا کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ چپه کېدو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-1dea-08db3ab8ffe6_w800_h450.jpg)
ملګري ملتونه وايي، د ایټالیا لامپيدوسا ټاپو ته څېرمه د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د چپه کېدو په پېښه کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه ویاند پرون جمعه ویلي، دغه کښتۍ له تونس نه روانه شوې وه او د کامرون، بورکینا فاسو او عاج ساحل ۴۶ پناه غوښتونکي یې لېږدول.
د ایټالیا لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ استازې چایرا کاردولیتي ویلي، دغه کښتۍ د پنجشنبې په ورځ ډوبه شوې او په تري تم شویو کې لږه تر لږه یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی.