د افغانستان په روغتیايي سکتور کې د ښځینه کارکوونکو ونډه څومره مهمه ده؟
د دغه موسسې په خبره، اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې په برخه کې د ښځینه او نارینه کارکوونکو فعالیتونه یو بل پورې تړلي دي.
تازه دغې موسسې اعلان کړی چې د روغتیا او تغذیې په برخه کې خپل ځنډېدلي فعالیتونه له سره پیلوي.
زموږ همکار مرسلین ارسلا په همدې اړه د عامې روغتیا وزارت د کتلوي ناروغیو د برخې له پخواني رییس ډاکتر ګلاجان ایوبي، سره مرکه کړې او په سر کې یې ورنه په روغتیايي سکتور کې د ښځو د ونډې د اهمیت په اړه پوښتلي دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: