له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د امریکايي قوماندانو غوښتنې
امریکایي قوماندانان په خوندي توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له پنټاګونه په سیمه کې د یوې الوتکې وړونکې کښتۍ د ځای پرځای کولو غوښتنه کوي. دا خبره یوه امریکایي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته کړې. دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن تراوسه دغه غوښتنه نه ده منظور کړې، خو تمه ده چې په نژدې ورځو کې به په دې اړه پرېکړه وکړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات به خپل ټول ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي. Читать дальше...