د لوګر روغتون ته د پېښې له ځایه د وژل شوېو ۲۱ جسدونه وروړل شوي
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دې ولایت د امین الله خان لوګري روغتون ته د موټر بم د سیمې څخه ۲۱ د وژل شوېو مړي او ۷۴ ټپیان ور وړل شوي دي. نن د شنبې په ورځ د نائیب امین الله خان لوګري د روغتون نوکریوال ډاکټر میرویس لطیف زي ازادي راډیو ته وویل، د موټر بم برید چې ماښام مهال وشوه، د نورو زیانونو تر څنګ يې دې روغتون ته هم زیان واړوه او تر لسو پورې روغتیايي کار کوونکي هم په کې ټپیان شول. ده وویل، دا چې دې روغتون زیان لیدلی، نو دوی ډیری عاجل ناروغان تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته د درملنې لپاره کابل ته ولیږل. Читать дальше...