سرچینه: د استانبول غونډه د اپرېل پر ۱۶مه کېږي
د ملي مصالحې عالي شورا یوه چارواکي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې پر ۱۶مه کېږي. د دې چارواکي په خبره، دغه غونډه د افغانستان د روانې شخړې د حل او د سولې پروسې د چټکتیا لپاره خورا مهمه ده. د استانبول د غونډې پر اجنډا له تېرې پنج شنبې د ترکیې او د امریکا د متحدو ایالتونو استازي د دولت او طالبانو له هیئتونو سره په خبرو بوخت دي. تفصیل زموږ په سهارنیو خپرونو کې