هرات کې نږدې ۴۰۰ لیتره شراب او نور نشهیي مواد ونیول شول
په هرات ولايت کې نږدې ۴۰۰ لیتره شراب او نور نشهيي مواد ونيول شول. د هرات ولایت له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په هرات ښار کې د استوګنې پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د شرابو جوړولو لپاره چمتو شوي ۳۷۰ کيلوګرامه وراسته شوي کشمش او ۱۰ لیتره شراب ونيول شول. د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل، په دوهم ګام کې پولیسو یو بل نفر په هرات ښار کې له ۱۱ کيلوګرامو چرسو سره ونيو. دې سړي غوښتل چې دا چرس د پرچون په بڼه پر معتادينو باندې وپلوري.